له اوونيو راهيسې د پاکستان واکمن تحريک انصاف او مخالفو سياسي ګوندونو ترمنځ لانجې دوام لري او دا لانجې دې اوج ته رسېدلي چې د لومړي وزير عمران په شمول د پاکستان سياسي مشران يوه او بل ته د سپکو او سپورو ويل پيل کړي.
عمران خان پرون جمعه د (کب په ۲۰مه) د خيبر پښتونخوا په کوز دير کې د خلکو يوې غونډې ته د خبرو پرمهال، د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر ملا فضلالرحمن ډېزلي بللی. نوموړي د خپلو خبرو پرمهال ويلي، د پوځ لوی درستز جاوېد قمر باجوه ترې په وار وار غوښتي چې ملا فضلالرحمن ته د ډېزلي کليمه نه کاروي؛ خو د عمران خان په خبره يوازې دی نه، بلکې ټول عام خلک فضلالرحمن ډېزلي بولي.
د دې ترڅنګ عمران خان د پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري سياسي ماشوم بللی او ويلي يې دي، چې د بلاول ماشومانه سياسي اکټونو په اړه ويلو ته څه نه لري.
عمران خان دغه راز د مسليم ليګن ګوند مشر نواز شريف او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري لاسپوڅي او غله بللي دي. نوموړي زياته کړې چې يادو دوو کسانو د ځان په ګټه خورا زيات مالي فساد کړی او پاکستان يې تر ستوني د نړيوالو پوروړی کړی.
د عمران خان له دې څرګندونو لږ وروسته ملا فضلالرحمن د نوموړي څرکندونې د لوچکانو بللي دي. فضلالرحمن ويلي، دغسې څرګندونې د کوڅو لوفران او لوچکان کوي.
په همدې حال کې بلاول بوټو زرداري بيا نوموړی د خپلو مخالفانو پر سپکولو تورن کړی او ويلي يې دي، د نوموړي ورته څرګندونې دا ښکاره کوي چې په سياسي او اخلاقي لحاظ له ماتې سره مخ دی.
په دې وروستيو کې د پاکستان مخالفو سياسي ګوندونو د يوه اېتلاف جوړولو له لارې هڅې پيل کړي چې عمران خان د پارلمان له لارې په بې باوره کولو سره، له واک لرې کړي.