د چين او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو له نړيوالو غوښتي، چې په اوکراين کې د جګړې او بشري وضعيت څارنې ترڅنګ دې افغانستان ته هم پاملرنه زياته کړي.
شاه محمود قرېشي او يانګ يي په خپلو کې نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) ټلېفوني خبرې کړي او په کې يې د افغانستان پر وضعيت هم د نظرونو تبادله کړې.
په دې مکالمه کې دواړو لوريو د افغانستان بشري وضعيت ارزولی او د دې ترڅنګ يې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار کړی دی.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د افغانستان سولې او ثبات ته هم اشاره شوې او په کې ويل شوي، چې د چين او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د سيمهييز امنيت تينګښت په موخه په افغانستان کې پر سولې او ثبات تحقق هم خبرې شوي.
داسې ويل کېږي چې پر اوکراين د روسيې د بريد له امله شاوخوا دوه ميليونه اوکرايني کډوالو اروپا او نورو هېوادونو ته ورغلي او دې چارې د نړيوالو پام له افغانستان څخه د اوکراين بشري وضعيت ته ور اړولی دی.