د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنري وايي، د ۲۰۲۱ زېږديز کال په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره بيا هم په افغانستان کې ملکي وګړي له بريدونو خوندي نه دي پاتې شوي او له دې مودې راهيسې سلګونه ملکي افغانان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري عالي کمېشنرۍ مشرې ميشل باچېلي پرون د (کب په ۱۶مه) په جېنوا کې د نوموړي سازمان د بشري حقونو کمېشنرۍ غونډې ته ويلي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته ۴سوه تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.
نوموړې زياته کړې چې دغه شمېر ملکي افغانان تر ډېره د داعش ډلې له لوري په بريدونو کې وژل شوي دي. ميرمن باچېلي زياته کړې، چې د ملکي افغانانو د وژل کېدو ترڅنګ له داعش ډلې سره د اړيکو لرلو په تور هم ۵۰تنه وژل شوي چې د يادو کسانو له ځينو هغو سرونه پرې شوي او جسدونه يې په سپين ميدان غورځول شوي.
داعش ډلې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په کابل، کندهار او کندوز کې پر ملکي وګړو خونړي بريدونه کړي چې لسګونه تنه په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.