Home » افغانستان » ګارډين: په افغانستان کې ۵ ميليونه ماشومان له قحطۍ سره مخ دي

ګارډين: په افغانستان کې ۵ ميليونه ماشومان له قحطۍ سره مخ دي

ګارډين ورځپانې د افغانستان بشري وضعيت په اړه يوه خپره کړې تحليلي لېکنه کې ويلي، افغانان له وروستيو تحوولاتو وروسته په دې هېواد کې د خوراکي توکو بيو له لوړېدو شکايت کوي.

دې ورځپاڼې زياته کړې، چې په افغانستان کې د امريکا پر حضور سربېره هم له ۲۰۰۸ زېږديز کال را په دېخوا د خوراکي توکو بيې خورا لوړې شوي او عامو خلکو په اوس کې د يادو توکو د اخيستو توان له لاسه ورکړی دی.

د ګارډين د تحليل له مخې، په افغانستان کې د سخت ژمي او د خوراکي توکو د بيو لوړوالي له امله، ۵ميليون افغان ماشومان د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ دي.

ورځپاڼې زياته کړې چې په افغانستان کې اوسني وضعيت ته په کتو، امريکا او متحدانو يې دې هېواد کې اساسي پراختيايي کارونه نه دي کړي او له همدې کبله ده چې په دې هېواد کې ورځ تر بلې پر نړيوالو بشري مرستو د خلکو تکيه زياتېږي.

د تحليل پر دوام زياته شوې، چې د طالبانو په اړه د ولسمشر جوبايډن سياست پر دې ډلې فشار نه شي واردولی او زياتوي چې د ياد سياست ټول زور له عامو افغانانو وځي.

ورځپاڼې کښلي چې په افغانستان کې د امريکا له ۲۰ حضور وروسته، اوسني بشري وضعيت ته په پام افغانان له هېواد څخه له وتلو پرته بله لار نه لري.‎

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...