Home » افغانستان » نړيوال بانک له افغانستان سره د ۱ مېليارد ډالر مرستې اعلان وکړ

نړيوال بانک له افغانستان سره د ۱ مېليارد ډالر مرستې اعلان وکړ

په داسې حال کې چې لا هم د نړيوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې د بشري ناورين د دوام خبرونه ورکړل شوي، په دې ترڅ کې تازه نړيوال بانک پرون سې‌شنبه ناوخته د (کب په ۱۰مه) له افغانستان سره د يو مېليارد ډالري بشري مرستې اعلان وکړ.

روېټرز خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې د نړيوال بانک په حواله ويلي، دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو غير دولتي نړيوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې ولګول شي او په دې توګه به دغه مرسته د افغانستان اوسنيو واکمنانو له لاسرسي لرې وساتل شي.

د روېټرز د راپور له مخې، ياده اعلان شوې بلاعوضه مرستې موخه په افغانستان کې خلکو ته د اساسي خدمتونو وړاندې کولو، د زيانمنو افغانانو او د بشري پانګې خونديتوب، په اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د مهمو خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ په راتلونکي کې بشري مرستونو ته د افغانستان د اړتيا کمول دي.

وروسته له هغې چې د اګسټ په ۱۵مه اسلامي امارت په افغانستان کې واک ونيو، ورسره سم د نړيوال بانک په شمول نړيوالو ډونرانو هم له افغانستان سره خپلې مالي مرستې ودرولې.

خو د نړيوال بانک له لوري دې تازه مرستې دا هيله مندي زياته کړې، چې ښايي دغه سازمان به له افغانستان سره د مرستو چېنل بېرته عادي حالت ته را وګرځوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...