برېتانيا په افغانستان کې د اسلامي امارت هغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی چې له مخې يې بهرنيو هېوادونو ته د افغانان پر تګ بنديز لګول شوی.
د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژدافېر هوګو شارټر پرون په خپل ټوېټر کې ليکلي، بهر ته د عامو افغانانو پر تګ بنديز د تګ راتګ ازادۍ د محدودولو په مانا دی او زياتوي چې دا کار په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.
نوموړي د ښځو د سفر موضوع ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې پر افغان ميرمنو هم له محرم پرته د سفر بنديز لګول شوی دی. شارټر د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کړی چې د يادې موضوع په اړه وضاحت وړاندې کړي.
له دې سره هوګو شارټر په کابل او نورو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو له لوري روان عمليات غندلي او زياته کړې يې ده چې اسلامي امارت چارواکي دې دغه عمليات ژر ودروي.
پر دې عملياتو وروسته له هغې د نړيوالو نيوکې زياتې شوې، چې عامو خلکو په کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري له ځورول کېدو شکايتونه وکړل.