اکسيوس ورځپاڼې خبر ورکړی چې امريکا يو شمېر هغه افغانان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، چې د طالبانو له لوري په دې هېواد کې د واک له نيولو سره سم له افغانستان څخه ايستل شوي وو.
د اکسيوس د راپور له مخې، له امريکا څخه ايستل (ډيپورټ) شوي افغانانو کې هغه کسان شامل دي، چې نوموړي هېواد ته له رسېدو وروسته په يو لړ جرمونو تورن پېژندل شوي وو.
دې ورځپاڼې هغو اسنادو ته لاسرسی پيدا کړی، چې له مخې يې تر پوښتنې لاندې افغانان له قطر سره په همغږۍ د فيبروري په ۱۳مه بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.
د بېرته راستنو شوو افغانانو د جرمونو څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي؛ خو اکسيوس د امريکايي چارواکو په حواله ويلي، چې د يادو کسانو جرمونه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.