Home » افغانستان » حکومت: اوکراين کې د افغان وګړو په اړه اندېښنې شته او د ايستلو هڅې يې کېږي

حکومت: اوکراين کې د افغان وګړو په اړه اندېښنې شته او د ايستلو هڅې يې کېږي

د بهرنيو چارو وزارت چارواکو پر اوکراين د روسيې له لوري د بريد په ترڅ کې دغلته د ميشت افغان وګړو د سر خونديتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې له نوموړي هېواد څخه د افغان وګړو د ايستلو هڅه کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن شنبه د (کب په ۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، له خپلو امکاناتو او اړيکو څخه په ګټنې هڅه کوي چې په اوکراين کې مېشت افغان وګړي له دې هېواد وباسي او يوه خوندي ځای ته يې ولېږدوي.

بهرنيو چارو وزارت پرون د يوې جلا اعلاميې په خپرولو سره په اوکراين کې پر بشري وضعيت هم اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد په شمول يې له روسيې غوښتي چې ستونزه د مذاکراتو له لارې حل کړي.

روسيې د فيبروري په ۲۴مه پر اوکراين بريد پيل کړ او په تر دې مهال د سلګونه کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. په دې ترڅ کې تازه ځينو نړيوالو رسنيو راپورونه ورکړي چې روسي ځواکونه د اوکراين پلازمېنې کيف ښار ته نږدې شوي او د نوموړي ښار د دفاع لپاره زرګونه اوکرايني سرتېري کيف ته رسېدلي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...