Home » افغانستان » ملي پراختيا شرکت: سلګونه پروژې د بوديجې نشتوالي له امله نيمګړې پاتې دي

ملي پراختيا شرکت: سلګونه پروژې د بوديجې نشتوالي له امله نيمګړې پاتې دي

د افغانستان ملي پراختيا شرکت وايي، د هغو پروژو د تطبيق لپاره کافي بوديجه لري چې کارونه يې موده وړاندې پيل او دامهال د بوديجې نشتوالي له امله نېمګړې پاتې دي.

د دغه شرکت د توليد او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستيال رياض‌الدين شريفي نن سې‌شنبه د (کب په ۳مه) يوه خبري کنفرانس ته وويل، د ۱۰۸۳ بېلابېلو پروژو له ډلې د ۳۹۴ هغو کارونه بشپړ شوي او د ۶۸۹ پروژ کارونه بيا د بوديجې نشتوالي له امله نيګړي پاتې دي.

نوموړی زياتوي چې د يادو پروژو د تطبيق په موخه د اړوند ادارو له لوري د بوديجې چمتووالي ته اړتياده او د اړوند ادارو له لوري د بوديجې د چمتوو کېدو په صورته کې به يې راتلونکی کال چارې بشپړې کړي.

شريفي وايي، دامهال ۱۴ مېليارد افغانيو په اندازه يو شمېر شرکتونه او دولتي بنسټونه د ملي پراختيا شرکت له لوري پوروړي دي او زياته يې کړه چې يو د شمېر شرکتونو او بنسټونو له لوري د پور بېرته ورکول پيل شوي دي.

د شريفي په خبره، د حسابونو د تصفيې ارزونو له مخې تر دې مهال ۱.۴ مېليارده افغانۍ له پوروړو شرکتونو راټولې شوي او دا مهال د ملي پراختيا شرکت په خپل بانکي حساب کې ۴.۶ مېليارد افغانۍ لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...