د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي، که څه هم ګوند يې په سند کې د ايالتي حکومت مشري کوي؛ خو بيا هم دا واک نه لري چې علي وزير دې له زندان خوشی کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) يوه خبري کنفرانس ته کړي دي. بلاول زياته کړې، په پارلمان (قومي اسمبلۍ) او د پاکستان ملي امنيت کمېټې په غونډه کې يې د علي وزير د خلاصون غږ پورته کړی او په خبره يې په زندان کې يې هم تر خپلې وسې علي وزير ته اسانتياوې برابرې کړي دي.
بلاول زياته کړې ده، چې په سند ايالت کې حکومت د پيپلز ګوند له لوري رهبري کېږي؛ خو دا چې د علي وزير قضيه په محکمه کې دوام لري، نه شي کولی چې نوموړی له زندان ازاد کړي.
د نوموړي په خبره، علي وزير او د نوموړي کورنۍ د ترهګرۍ له لارې زيات زيانونه ګاللي او زياتوي که له همدې کبله نوموړي په احساساتو کې د پوځ او حکومت په خلاف څه ويلي وي، نو بايد وبښل شي.
بل خوا د علي وزير د خلاصون په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په مشرۍ د دغه غورځنګ پلويانو له لوري د سند ايالتي اسمبلۍ مخې ته پرلت لا هم دوام لري.
د بلاول خبرو ته په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرلتوالو ته ويلي، علي وزير د پاکستان احتساب قومي ادارې له لوري په قضيه کې نه دی دخيل او نه هم د يادې ادارې اړوند په کومه قضيه زنداني دی. نوموړي وايي چې پر علي وزير د سيند حکومت تر واک لاندې قضيه ثبت شوې چې دغه حکومت يې د بېرته اخيستو واک هم لري.