ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه د (کب په ۴مه) د بنګلدېش کرکټ لوبډلې پر وړاندې د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبلړيو لومړۍ لوبه د ترسره کړي.
افغانستان او بنګلدېش د کرکټ يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو دوې لوبلړۍ لري، چې په يادو لړيو کې به د لومړي ځل لپاره سبا چهارشنبه په يوه ورځنۍ لوبه کې سره مخ شي.
راشد خان، محمد نبي او نور احمد هم پرون دوشنبه له ملي لوبډلې سره د يو ځای کېدو په موخه ډاکې ته رسېدلي دي. د يادو لوبو کوربهتوب بنګلدېش کوي.
له دې سره د کرکټ بورډ مسوولانو ويلي چې ملي لوبډله له بنګلدېش لوبډلې سره د لوبو په موخه بشپړ چمتووالی لري. ټاکل شوې سبانۍ لوبه د افغانستان پر وخت سهار ۹ بجې پيل شي.