Home » افغانستان » کانګرېس غړي: په افغانستان کې د نظام له سقوط سره، بايډن د امريکا نوم بد کړ

کانګرېس غړي: په افغانستان کې د نظام له سقوط سره، بايډن د امريکا نوم بد کړ

د امريکا د استازو په جرګه کې جمهوري پالو استازو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شپږو مياشتو پوره کېدو ته غبرګون ښودلی دی. د استازو جرګې دې غړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ولسمشر جوبايډن پړ بللی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره نوموړي په نړيواله کچه د امريکا باور ته زیان رسولی.

دغه اعلاميه چې پرون دوشنبه د (سلواغې په ۲۵مه) خپره شوې، د افغانستان په تړاو په کې د ولسمشر بايډن پر ليد لوري سختې نېوکې شوي دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې له کابل څخه د احتمالي عواقبو په تړاو د بايډن ادارې بې تفاوتې د دې لامل شوه، چې د امريکا متحدان ناراضه او حتا يو شمېر يې مخامخ د دريځ غندنه وکړي.

د استازو په جرګه کې د جمهوري پالو استازو په خپله اعلاميه کې پر دې هم نېوکه کړې، چې په افغانستان کې د نظام له پرځېدو شپږ مياشتې تېرېږي؛ خو لا هم هېڅ امريکايي چارواکی د خپلې ناکامۍ په اړه ځواب ويلو ته حاضر نه دی.

له نن څخه شپږ مياشتې وړاندې په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري نظام و پرځېد او پر ځای اسلامي امارت واک ونيو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...