د ملي دفاع سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد وايي، د نوې اردو د رامنځته کولو په برخه کې چې له څو مياشتو راهيسې پرې کار روان دی، ښه پرمختګونه لري.
نوموړي بېګاه شپه د (سلواغې په ۲۶مه) د افغانستان له ملي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، تر دې مهاله ۸۰زره کسانو نوې اردو ته د سرتېرو په توګه د جذبېدو په موخه نوملېکنه کړې ده.
مجاهد زياتوي، ملي دفاع وزارت لا هم په افغاناستان کې د ۱۱۰زره کسيزې اردو د رامنځته کولو پر کارونو بوخت دی او په خبره يې دا اردو به په افغانستان کې د ناټو او امريکا پر پاتې شوو وسلو او مهماتو سمبال وي.
د ملي دفاع سرپرست وزير دا هم ويلي، چې د افغان انجنيرانو پر مټ يې ۴۰ الوتکې بېرته جوړې او فعالې کړې، د لسو نورو الوتکو چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو پرمهال تخريب شوي، د جوړولو هڅې رونې دي.
يعقوب مجاهد زياتوي چې د هغو چورلکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه يې هم ډيپلوماټيکې هڅې روانې کړي، چې د تېر نظام د ړنګېدو پرمهال ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه تاجکستان او ازبېکستان ته بېول شوي دي.