Home » افغانستان » سلام رحيمي: حکومت دې د ننګونو پر وړاندې حوصله او زغم ولري

سلام رحيمي: حکومت دې د ننګونو پر وړاندې حوصله او زغم ولري

د سولې په چارو کې د دولت پخوانی وزير عبدالسلام رحيمي چې تازه هېواد ته راستون شوی وايي، حکومتي چارواکي دې د موجوده ننګونو پر وړاندې له حوصلې او زغم کار واخلي.

نوموړي په بهرنيو چارو وزارت کې چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي له لوري ورته د ښه راغلاست مراسم نيول شوو وويل، نوي حکومت په ډېرو کمو امکاناتو چارې روانې او ښې ساتلې دي او زياته يې کړه دمګړۍ په کور دننه او بهر د پام وړ تهدیدونه او خنډونه وجود نه لري.

په همدې حال کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هېواد ته د عبدالسلام رحيمي بېرته راستنېدل نېک اقدام ياد او زياته يې کړه چې سياسي اختلاف اصل دی؛ خو په افغانستان کې د ګډ کور په توګه ټول افغانان اوسېدلی شي.

نوموړي له زياته کړه چې د تېر نظام د چپه کېدو پرمهال له هېواد تللي کسان بېرته په ډاډه زړه افغانستان ته راستنېدای شي او حکومت به يې هر راز امنيت خوندي کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...