امريکايي چارواکو يو وار بيا د روسيې او اوکراين ترمنځ په پوله کې د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې روسيه پر اوکراين د بريد کولو په حال کې ده.
دا څرګندونې د ولسمشر بايډن ملي امنيت سلاکار جک سولېوان پرون جمعه د (سلواغې په ۲۲مه) په سپينه ماڼۍ کې يوه خبري کنفرانس ته کړي دي. نوموړي ويلي، دا نه شي واضيح کولی چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دې پر اوکراين د بريد کولو وروستۍ پرېکړه کړي وي او په خبره يې په دې اړه هم مالومات نشته، چې روسيې به په کومه ورځ او کوم ساعت پر اوکراين بريد وکړي؟
سولېوان زياته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې وضعيت تر دې حده کړکېچن شوی، چې امريکا يې له امله په جدي توګه اندېښمنه ده.
نوموړي په ورته مهال په اوکراين کې مېشتو امريکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه له اوکراين ووځي؛ ځکه په خبره يې هره شېبه پر دغه هېواد د روسيې د بريد احتمال شته.
تر اوسه روسيې په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو وړاندې يې په ډاګه کړې وه چې لوېديځ پر اوکراين د روسيې د احتمالي بريد په اړه هېڅ شواهد نه لري. روسيې چارواکو دا هم ويلي چې داسې هېڅ پلان نه لري چې له مخې دې يې پر اوکراين بريد وکړي.