د فنلنډ او ايران بهرنيو چارو وزيرانو پرون دوشنه د (سلواغې په ۱۸مه) په تهران کې د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړې دي.
دواړو لوريو ټينګار کړی، چې په افغانستان کې دې داسې يو دولت رامنځته شي څو د دغه هېواد ټول اقشار په کې د خپلې ونډې احساس وکړي. د فنلنډ بهرنيو چارو وزير پکا هاويستو او د ايران بهرنيو چارو وزير امير عبدالهيان ويلي، چې په افغانستان کې د ټولګډونه دولت رامنځته کېدل په خپله د افغانستان داخلي ثبات او دغه راز د سيمې هېوادونو د ثبات لپاره خورا مهم دی.
په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم خبرې کړې او ويلي يې دي چې دغلته د بشري وضعيت مهارولو په موخه به، له افغانانو سره بشري مرستو او همغږۍ ته دوام ورکړي.