د کونړ ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په دانګام ولسوالۍ کې درنې واورې ورېدلي چې په ترڅ کې يې د واورې خويېدو پېښې هم رامنځته شوي دي.
د راپورونو له مخې په دانګام کې د واورې خويېدنې په وروستۍ پېښې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند بايللی دی.
د رسنيو له لوري په خپرو شوو راپورونو کې دا هم ويل شوي، چې تر دې دمه په ياده پېښه کې له واورې لاندې ۱۵ جسدونه را ويستل شوي او د پاتې نورو د موندلو لپاره هڅې دوام لري.
په وروستيو ورځو کې د واورې شديد اورښت له امله د سالنګونو په شمول، د کابل-غزني او کابل-غور لويې لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.