Home » سیمه او نړی » کرمه کې پر پوستې د بريد پرمهال ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

کرمه کې پر پوستې د بريد پرمهال ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د ديورنډ کرښې پر غاړه پرته کرمه ايجنسۍ کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته د وسله‌وال بريد پرمهال، ګڼو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينو ويلي چې بريد د کرمې ايجنسۍ اړوند په قمرمېله سيمه کې د پوځ پر پوستې شوی دی. سرچينې رسنيو ته ويلي چې په دې بريد کې ۵تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

په قبايلي سيمو کې فعالې تحريک طالبان پاکستان ډلې يا TTP د دغه بريد مسووليت منلی او رسنيو ته يې ويلي چې د ياد بريد پرمهال يې ۶ تنه پاکستاني پوځيان وژلي دي.

خو تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنيتي ادارو پرون په ټولو ايالتونو کې مسوولانو ته په لېکلې بڼه پر پوځي مرکزونو کې د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...