Home » افغانستان » د افغانستان او زيمبابوې لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوب‌لړۍ بيا وځنډېده

د افغانستان او زيمبابوې لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوب‌لړۍ بيا وځنډېده

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان او زيمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو ۵۰اووره او د دوو ۲۰ اووريزو لوب‌لړۍ تر يوې بلې نېټې ځنډېدلې.

د کرکټ بورډ په خبره، د لوبو دا لړۍ ځکه ځنډېدلې چې کوربه هېواد يې په ژوندۍ بڼه په خپرولو کې له تخنيکي ستونزو سره مخ دی او زياته کړې يې ده چې د يادو لوبو نوې نېټې ژر اعلانولو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ د زيمبابوې له کرکټ بورډ سره ګډ کار کوي.

ټاکل شوې وه چې دا لوبې په تېر ډيسمبر کې ترسره شي خو د کرونا امله راتلونکي فبروري ته وځنډول شوې. د نوې پرېکړې له مخې يې تر دې مهاله د ترسره کېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...