چارواکو خبرو ورکړی چې ماليې وزارت د نږدې ۴۰ وزارتونو او نورو دولتي ادارو کارکوونکو ته د دوو مياشتو معاشونه اجرا کړي دي.
د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعامالله سمنګاني پرون شنبه د (سلواغې په ۹مه) د هغو وزارتونو او دولتي ادارو لېسټ په خپل ټوېټر خپور کړی چې د ماليې وزارت له لوري يې معاشونه اجرا شوي دي.
په دې لېسټ کې د کډوال، ټرانسپورټ، شهيدانو او معلولينو، پوهنې، لوړو زدهکړو، کرنې، بهرنيو چارو او ګڼ شمېر نورو وزارتونو او ادارو نومونه راغلي دي.
د ماليې وزارت له قوله ويل شوي، دا هغه ادارې او وزارتونه دي چې د حوالو لېسټ يې د خزينې رياست ته د روانې سلواغې تر ۹مې رسېدلی دی.