د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش وايي، په افغانستان کې بشري وضعيت په يوه ناسم حالت کې دی او د دغه وضعيت مهارولو لپاره جدي اقدماتو ته اړتيا ده.
نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت ځانکړې غونډې ته په خبرو کې وويل، افغانان دامهال په ځړېدلي حالت کې دي او ژوند يې له کړاو ډک دی، نو د نوموړي په خبره اړتيا ده چې پر هغو قوانينو او محدوديتونو له سره غور وشي چې افغانستان ته د مرستو په رسولو کې خنډ کېږي.
نوموړي ټينګار کړی چې وضعيت ته په پام سره بايد د افغانستان د کنګل شوې شتمۍ ۱.۲ مېليارده ډالر بېرته ازاد شي. ګوټيريش په خپلو خبرو کې زياته کړې دا مهال په افغانستان کې د ښوونې او روزنې او نور ټولنيز خدمتونه د نيشت تر کچې راټيټ شوي او د پيسو نشتوالي سخته کړې چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
نوموړي په همدې حال کې د افغانستان عامه خدمتونو وړاندې کولو سکټور کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې غوښتنه هم کړې او زياته کړې يې ده چې دا چاره کولی شي تر يوه بريده د خلکو ستونزې راکمې کړي.
بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبرا لاينز هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دې ناستې ته خبرې وکړې ويې وويل، دا مهال په افغانستان کې جګړه ختمه شوې؛ خو د نوموړې په خبره سوله لا هم نه ده تحکیم شوې.
ميرمن لاينز زياته کړه اوس د دې وخت را رسېدلی چې طالبان د باور پر بنسټ حکومت وکړي، نه دویرې.
نوموړې ټينګار کړی چې د طالبانو حکومت بايد ټول شموله وي، د ټولو افغانانو حقونه بايد خوندي کړي او د ملي پخلاینې لپاره یو افغاني ډیالوګ پیل کړي.