د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي چې امريکا له خپلو متحدانو، همکارانو او نورو خيريه بنسټونو سره په ګډه په افغانستان کې د بشري ناورين د حل لټه او هڅې کوي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د يادو هڅو ترڅنګ امريکا د خپلو اندېښنو او دغه راز په افغانستان کې د خپلو دوامداره ګټو د تحقق په موخه، د يوه باثباته افغانستان لپاره چې ټولشموله او بشري حقونو ته په کې درناوی موجود وي، له طالبانو سره واضيح ډيپلوماسي کوي.
توماس ويسټ په ناروې کې د افغانستان په اړه د درې ورځنۍ غونډې په اړه د دغه هېواد هڅې ستايلې او ويلي يې چې په دې غونډه کې به د افغانستان مدني ټولنو او د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.