Home » افغانستان » عباس اخند: د نړيوالو له بشري مرستو راضي نه يوو

عباس اخند: د نړيوالو له بشري مرستو راضي نه يوو

طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزير ملا عباس اخند وايي، هغه نړيوال بنسټونه چې دا مهال په افغانستان کې فعاليت کوي او خلکو ته بشري مرستې رسوي، ډېر کله خپلې مرستې مشروطوي.

نوموړي نن سې‌شنبه د (مرغومي په ۲۸مه) له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، د شرايطو د وضعه کولو له امله د نړيوالو بنسټونو مرستې په منظمه توګه خلکو ته نه دي رسېدلي او اسلامي امارت ترې راضي نه دی.

اخند ټينګار وکړ چې نړيوال دې په افغانستان کې د خلکو وضعيت ته په پام سره اړيني مرستې وکړي او يادې مرستې دې نه سياسي کوي.

نوموړي د طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت غير سياسي ياد کړ او په خبره يې د دغه اصل په پام کې نيولو سره به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

اخند دغه راز دا هم ويلي چې په باغيس کې زلزلې ځپلو ته مرستې رسوي او په دې پېښه کې مړه شوي کس وارثانو ته ۵۰ او ټپي شوي کس ته به ۲۰زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...