د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) په خپلو کې ټليفوني خبرې کړي او د يادو خبرو پرمهال يې پر افغانستان هم بحث کړی دی.
د يادو ټليفوني خبرو پرمهال عمران خان ويلي، دامهال افغانستان له بشري او اقتصادي پلوه له يوه ناسم وضعيت سره مخ دی او زياته کړې يې ده چې د ياد وضعيت د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې همکاريو ته اړتيا ده.
نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې اوسني وضعيت ته په پام سره دا هم اړينه ده، چې د نوموړي هېواد کنګل شوې شتمني بېرته ازاد شي. عمران خان ويلي چې سولهييز او باثباته افغانستان د سيمې د ثبات لپاره خورا هم دی او په همدې موخه د سيمې هېوادونو او په ځانکړې توګه د روسيې او پاکستان نږدې همکاريو ته اړتيا ده.
له دې سره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم رضايت ښودلی چې د افغانستان اړوند مسايلو په تړاو به له پاکستان سره له نږدې کار کوي.