امريکايي چارواکو اسوشيېټيډ پرېس اژانس ته ويلي چې د پوليسو له خوا د عملياتو په ترڅ کې د وسلهوال کس له لوري يرغمل شوي کسان بېرته روغ سلامت ازاد شوي.
چارواکو ويلي، د يادو عملياتو په نتيجه کې وسلهوال کس وژل شوی او ۴ يرغمل کړي کسان يې له منګولو ازاد شوي دي. يو وسلهوال کس پرون ناوخته د (مرغومي په ۲۵مه) د يهوديانو پر يوه عبادت ځای ور ننووت او د يو شمېر عبادت کوونکو په يرغملولو سره يې له زندان د عافيې صديقي د زادولو غوښتنه وکړه.
ياد وسلهوال کس ادعا کړې چې عافيه صديقي يې خور ده او غوښتنه يې کوله چې د يرغمل شويو کسانو د خلاصونو په بدل کې بايد نوموړې له زندان خوشې شي.
عافيه صديقي په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د نيويارک محکمې له لوري په ۸۶ کاله بند له دې کبله محکومه شوه چې په افغانستان کې يې د يوه امريکايي سرتېري د وژلو هڅه کړې وه.