د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، حکومت د مالياتو راټولولو او دغه راز په ټولو مالي برخو کې رڼوالي ته ژمن دی او هېڅ ډول بې باوري وجود نه لري.
نوموړي چې نن شنبه د سوداګرۍ وزارت له لوري د مالياتي اوونۍ د پيل په مراسمو کې يې خبرې کولې وويل، اړتيا ده چې ټول ماليه ورکوونکي پر وخت د خپلې ماليې په ورکولو سره، له نظام او حکومت د ملاتړ په اړه خپل مسووليت ادا کړي.
مجاهد زياته کړه اقتصادي ستونزې د اوږدې مودې لپاره دوام نه شي کولي، خو خبره يې مشروط پر دې چې د ماليې ورکولو ترڅنګ خپل موجوده امکانات پر کار واچول شي.
ذبيحالله مجاهد ډاډ څرګند کړ چې پر وخت د ماليې په ورکولو سره، اوسنۍ اقتصادي ستونزې د يوه منظم پلان له مخې حلېدای شي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت يو شمېر نورو چارواکو هم د يادې غونډې پرمهال له سوداګرو او کاروباريانو وغوښتل چې خپله ماليه پر وخت تاديه کړي.