د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلاماباد کې د دغه غورځنګ مخکښانو علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او نور نيول شوو غړو د خلاصون په موخه لاريون وکړ.
په دې لاريون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو سربېره د پاکستان د بشري حقونو مطرحو فعالانو، د دغه هېواد د پيپلز پارټۍ (ګوند) يو شمېر غړو او د اسلاماباد پوهنتون زدهکړيالانو برخه لرله.
لاريون ته د پښتين ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په خپله وينا کې وويل، علي وزير د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د خپلې کورنۍ ۱۸ غړي له لاسه ورکړي؛ خو د پاکستان پوځ برعکس نوموړی د ترهګرۍ په تور نيولی.
نوموړي زياته کړه چې د پوځ په دې کار سره د پاکستان حکومت ته په کار دي، چې د ترهګرۍ پاللو له امله نور د يادې پديدې په خلاف شعار ورنه کړي.
پښتين له پښتنو سره د پاکستان حکومت پر دوه مخي چلند تورن کړ او زياته يې کړه، چې له پښتنو سره د حکومت زور زياتي ته په پام يا د پاکستان حکومت د مور حيثيت نه لري او يا هم ياد حکومت د پښتنو نه دی.
منظور احمد پښتين وويل چې له عدالتي پلوه د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره ظلم روان دی؛ ځکه د نوموړي په خبره د دغه غورځنګ مشران او غړي يې له نيول کېدو وروسته د کلونو لپاره زنداني وي.
له دې سره پاکستان پيپلز ګوند پخواني سناتور فرحتالله بابر ياد لاريون ته د خبرو پرمهال وويل، علي وزير په دې تور نيول شوی چې د پاکستان حکومت پر هغه تګلاره يې نيوکې کولې، کوم چې يې د ترهګرۍ پر ضد کاروله.
نوموړي ټينګار وکړ چې د پاکستان حکومت بايد ژر تر ژره د علي وزير په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول نيول شوي غړي له زندان ازاد کړي.
لاريونوالو چې د غورځنګ نيول شويو غړو انځورونه يې له ځان سره لېږدول، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال، ادريس خټک او نور نيول شوي کسان خوشي او دغه راز دې د بې درکه کړو پښتنو ځوانانو په اړه هم د هغوی کورنيو ته مالومات ورکړي.