Home » افغانستان » کونړ: د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي
رویداد خبري آژانس

کونړ: د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د  ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله ۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د یاد ولایت د والي ویاند “عبدالغني مصمم” رسنیو سره په خبرو کې ويلي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د سړک غاړې په ماین وربرابر شو چې په پایله کې یې دوه تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شول

  د مصمم په وینا  نن سهار شاو خوا لس نیمې بجې یادې پېښه د شیګل ولسوالۍ موڼې کلي ته نږدې د میرزارې په سیمه کې رامنځته شوې  چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون یوه ماشومه وژل شوې ده او درې نور چې دوه په کې ماشومان دي  ټپیان شوي دي

د نوموړي په خبره د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...