په ايران کې د افغانستان تازه ګمارل شوی سپرست سفير عبدالقيوم سليماني وايي، د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي تهران ته د سفر پرمهال د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او اسماعېل خان سره په مذاکراتو کې پر کليدي مسايلو بحث کړی دی.
نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (مرغومي په ۲۲مه) يوه خبري کنفرانس ته ويلي، يادو مذاکراتو ۵ ساعته دوام کړی چې د احمد مسعودی او سماعېل خان له لوري د يوه ډولګډونه دولت پر جوړولو، د بشري حقونو او د ښځو حقونو پر خونديتوب او دغه راز د اساسي قانون پر جوړولو ټينګار شوی.
سلېماني زياته کړې چې مسعود او اسماعېل خان د اساسي قانون او يوه ټول ګډونه دولت پر جوړولو جدي بحثونه مطرح کړل او زياته يې کړه چې د يوه ټولنيز عدالت په چوکاټ کې بايد د يادو مسايلو په اړه نتيجه ترلاسه شي.
د سلېماني په خبره، احمد مسعود او اسماعېل خان ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې له دې زيات د جګړې پلويان نه دي او له اسلامي امارت سره په غوڅ توګه مذاکراتو ته چمتوو دي.
نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د اميرخان متقي د غوسه کېدو له امله مذاکرات بې پايلې وو. دی وايي، د بهرنيو چارو سرپرست وزير له ياد لوري سره رغوونکي مذاکرات درلودل او د بحث شوو يو شمېر مواردو لپاره اړتيا وه چې له کابل سره يې شريک کړي.
سلېماني دا لېدنه د راتلونکو مذاکراتو لپاره ګټوره بللې او زياته کړې يې ده د يادو مذاکراتو پرمهال د ورته مخامخ ناستو پر دوام هم ټينګار شوی دی.
سليماني ويلي چې اسماعېل خان دا مهال په د ايران په مشهد کې اوسېږي؛ خو د احمد مسعود د اوسېدنې ځای په اړه يې ناخبري ښودلې ده.