روسيې امریکا ته خبرداری ورکړی چې هرځای کې د توغندیو له نصبولو ډډه وکړي کنه له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا په وروستیو کې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د منځني او نږدې واټن توغندیو نصبولو لړۍ پیل کړې ده.
روسیه وایي د امریکا دغه ډول ګامونه نړۍ ته خطر جوړوي او هیڅکله بې ځوابه نه شي پاتې کیدلای.
روسیې پر امریکا غږ کړی چې هر ځای توغندي مه نصبوئ، کنه د ماسکو له سخت غبرګون سره به مخ شۍ زیاتوي روسیې ته نږدې سیمه ییزو هیوادونو کې امریکایي توغندي ځای پرځای کول ورته د زغملو نه دي.
