Home » افغانستان » افغانستان د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وروستۍ ادعا رد کړه

افغانستان د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وروستۍ ادعا رد کړه

افغانستان د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هغه څرګندونې رد کړې چې ويلي يې دي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د روزنې مرکزونه فعال دي او له هغه ځايه د تاجسکتان امنيت ګواښي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي تازه په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، هغه ګواښونه چې د ولسمشر امام علي رحمان په څرګندونو کې ورته اشاره شوې، حقيقت نه لري او زياتوي چې افغانستان د نوموړي ياده ادعا ردوي.

نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړيکې غواړي او ډاډ ورکوي، چې د افغانستان ټولې پولې او کرښې له هر ډول ګواښ خوندي دي.

کريمي دغه راز يو شمېر کسان چې له هېواد دباندې تللي، تورن کړل چې ګواکې ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو ته د افغانستان په اړه ناسم مالومات ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...