د نيويارک ښار په يوې استوګنيزې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله، لږ تر لږه د ۱۹تنو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د اغېزمنېدو خبرونه ورکړی شوي دي.
د نيويارک ښاروال اريک ادامز هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې په وژل شوو کسانو کې ۹تنه ماشومان هم شامل دي.
په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د اورلګېدنې يادې پېښې له امله ۶۳ اغېزمن کسان هم روغتونونو ته لېږدول شوي چې د ځينو هغو يې روغتيايي وضعيت اندېښمنوونکی دی.
د څېړنو له مخې د يادې اورلګېدنې لامل د برېښنايي بخارۍ شارټي په ګوته شوی او دې اور د ودانۍ دوو نورو پوړونو ته هم لار کړې وه.