د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان وايي، په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه او ټولګډونه دولت جوړول د وخت يوه جدي اړتيا ده.
نوموړي دا څرګندونې پرون يکشنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره د لېدنې پرمهال کړي دي. نوموړي زياته کړې، د ټول ګډونه دولت رامنځته کولو په اړه د طالب مشرانو په دريځ کې نرمښت موجود دی او دې دريځ د ورته دولت رامنځته کولو په اړه هيلهمندي زياته کړې.
عبداللهيان په همدې حال کې له امريکا هم غوښتي چې په افغانستان کې بشري وضعيت ته په پام سره دې د دغه هېواد کنګل کړې شتمني ازاده کړي.
نوموړي ويلي چې د يادې کنګل شوې شتمنۍ په ازادېدو سره، په افغانستان کې روان بشري وضعيت د ښهوالي خواته سوق کېدای شي.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ويلي، امريکا که څه هم په افغانستان کې نظامي حضور نه لری خو د افغانستان په تړاو يې له تقابل ډک سياست غوره کړی دی.
نوموړي ويلي چې د همدې سياست له مخې دامهال په افغانستان کې ۸۰سلنه خلک د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي.