Home » افغانستان » پاکستان: افغان طالبان دTTP د له منځه وړلو له ازمويښت سره مخ دي

پاکستان: افغان طالبان دTTP د له منځه وړلو له ازمويښت سره مخ دي

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې د معتبرو سرچينې په حواله ويلي، د پاکستاني طالبانو يا TTP ختمول په اوس مهال کې د افغان طالبانو لپاره يو عمده او مهم ازمويښت دی.

سرچينې زياته کړې، د افغان طالبانو په مشرۍ د افغانستان لنډمهالی حکومت بايد د تحريک طالبان پاکستان په له منځه وړلو سره، د نړيوالو پر وړاندې خپل اعتبار زيات کړي.

ورځپاڼې د سرچينې په حواله ويلي، که افغان طالبان TTP ډله له مخې لرې نه کړي اوا په دې برخه کې د پاکستان اندېښنه رفعه نه شي، نو څنګه به وکولی شي چې له القاعده او نورو ډلو سره د اړيکو پرېکولو په اړه نړيوال قانع کړي؟

سرچينې زياته کړې، که افغان طالبان د پاکستان پر اندېښنو غور ونه کړي، نو دا کار له ترهګرۍ سره د پرېکون په اړه د نړۍ او په ځانکړې توګه د لوېديځ په قانع کولو همکاري نه شي کولی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...