سپوټنيک خبري اژانس د يوې باوري سرچينې په حواله راپور ورکړی چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان په منځګړيتوب له پخواني جهادي رهبر اسماعېل خان سره لېدلي دي.
د راپور له مخې د يادې لېدنې پرمهال متقي وړانديز کړی، چې اسماعېل خان دې د خپل قومندانانو په شمول شل کسان اسلامي امارت ته معرفي کړي او د يادو شلو کسانو په ګمارلو سره به اسلامي امارت اسماعېل خان ته په حکومت کې ونډه ورکوي.
د سپوټنيک اژانس د راپور له مخې، اسماعېل خان د اسلامي امارت له لوري پر دغه وړانديز د غور کولو په موخه، د راتلونکي وري مياشتې تر ۵مې نېټې مهلت غوښتی دی.
تر اوسه اسلامي امارت په رسمي توګه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.