ټاکل شوې نن يکشنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي.
د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو فعالانو خوشې کول دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين او رهبرۍ ګڼ غړي يې کراچۍ ته رسېدلي دي. د غونډې ځای ته د پاکستان په شمول له پښتونخوا او سوېلي پښتونخوا هم د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان په لاره دي.
ټاکل شوې چې دا غونډه نن په ځايي وخت، د ماسپښين دوې بجې پيل شي.