Home » سیمه او نړی » د ايران له لوري د ځمکې مدار ته د سيارې لېږدولو هڅه ناکامه شوه

د ايران له لوري د ځمکې مدار ته د سيارې لېږدولو هڅه ناکامه شوه

د ايران دفاع وزارت پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعلان کړی، چې د ځمکې مدار ته د سيارې لېږلو په تړاو هڅه ناکامه شوې ده.

د دفاع وزارت وياند احمد حسېني ويلي، دغه ماموريت د راکېټ د سرعت کموالي له امله ناکام شوی دی. د نوموړي په خبره په ارتفاع کې د ځمکې مدار ته د سيارې رسولو په موخه اړتيا ده چې راکټ په يوه دقيقه کې ۷۶۰۰ متره واټن ووهي؛ خو د حسېني په خبره، په دې ازموينه کې د ايران راکېټ ۷۳۵۰ متره واټن په دقيقه کې واهه.

دې هېواد د تېرې پنجشنبې په ورځ د سيارې لېږدول په موخه راکټ د ځمکې مدار ته وتوغوه. له دې وړاندې هم څو ځله فضا ته د سيارې لېږدولو په اړه د ايران ورته هڅې د تخنيکي ستونزې له امله ناکامې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...