د قبايلي سيمو او په ځانګړې توګه د شمالي وزيرستان اوسېدونکي او قومي مشران وايي، په دې سيمه کې يې هدف وژنو او وسلهوالو بريدونو ژوند تريخ کړی دی.
د مسيدو قبيلې د يادو هدفي وژنو او دغلته د ترهګريزو تحرکاتو خلاف پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعتراضيه جرګه کړې او د پاکستان پر حکومت يې غږ کړی چې ژر دې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو مخه ونيسي.
د جرګې ګډونوالو قومي مشرانو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، پاکستان حکومت د دوی حقه غوښتنو پر وړاندې چوپ او ګوڼ پاتې دی او په خبره يې دې حالت اړ کړل چې اعترضيه جرګه را وبولي.
قومي مشرانو زياته کړې چې دوی په قبايلي سيمو کې له ۲۰ کلونو را په دېخوا د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي خو د دوی په خبره حکومت نه يوازې دا کار نه دی کړی، بلکې دغلته د موجوده ناامنۍ له امله ګڼ شمېر قبايلي ځوانان او د ترهګريزو او هدفي بريدونو قرباني شوي دي.
دوی تور پوري کوي چې د پاکستان حکومت ترهګريزې ډلې په لوی لاس جوړې کړي او په قبايلي سيمو کې يې ورته د خپلو ګټو په موخه د فعاليت کولو زمينه برابره کړې ده.