د شمالي وزيرستان ځايي چارواکو خبر ورکړی چې نن پنجشنبه د (مرغومي په ۹مه) سهار مهال دغلته پر پاکستاني پوليسو وسلهوال بريد شوی او ترڅ کې يې پنځه تنه پوليس وژل شوي دي.
دوی زياته کړې چې بريد د مخپټو وسلهوالو له لوري چې پر موتر سايکل سپاره ول، د ميرعلي په څلور لارې کې شوی. په دې بريد کې د ټپي پوليسو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.
چارواکو خبر ورکړی چې د بريد کوونکو د موندلو لپاره يې په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
له دې سره تحريک طالبان پاکستان يا TTP د ياد بريد مسووليت په غاړه اخيستی دی. له دې وړاندې هم د يادې ډلې له لوري په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو او پوليسو مرګونه بريدونه شوي چې يادو ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.