د سوريې دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې د نن سېشنبه (مرغومي په ۷مه) اسرائيلي ځواکونو د دغه هېواد پر مهم لاذقيه بندر څو توغندي ويشتي دي.
د راپورونو له مخې په دې بريد کې بندر ته څېرمه د ودانيو په خرابېدو سره مالي زيان اوښتی، خو د ځاني زيان په اړه يې مالومات نه دي ورکړل شوي.
د سوريې چارواکو هم بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې د زيانونو د ارزونې او په لاذقيه بندر کې د بريد له کبله د رامنځته شوي اور د وژنې په موخه مسوولې ډلګۍ سيمې ته لېږل شوي دي.
تېره مياشت هم اسرائيلي ځواکونو پر دغه بند ورته بريد وکړ، چې د اسرائيلو په خبره په نوموړي بريد کې يې د ايران ملاتړې حزبالله ډلې تجهيزات او غړي په نښه کړي وو.