په کابل کې سلګونه تنه عام خلک چې ښځې هم په کې وې، نن د سېشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۳۰مه) د اعتراض په توګه را ووتل او له امريکا يې وغوښتل چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ازاده کړي.
دوی چې په کابل کې د امريکا سفارت مخې ته راټول وو، د امريکا پر ضد شعارونه ورکول او ويل يې چې د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ کنګلولو عام افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.
لاريونوالو ټينګار درلود چې امريکا دې د شتمنۍ ازادولو ترڅنګ پر افغانستان وضعه کړي بنديزونه هم لرې کړي. دوی له نړيوالو هم غوښتنه وکړه چې پر امريکا فشار زيات کړي څو پر افغانستان لګولي بنديزونه لري کړي.
د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم، امريکا د افغانستان شاوخوا ۹نيم مېليارده ډالرو په اندازه د افغانستان شتمني کنګل او تر څنګ يې پر افغانستان يو لړ بنديزونه هم وضعه کړل.