Home » افغانستان » پنټاګون: کابل کې پر ملکي وګړو شوی بريد د جنګي قوانينو نقض نه دی

پنټاګون: کابل کې پر ملکي وګړو شوی بريد د جنګي قوانينو نقض نه دی

د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) ويلي، د تېر اګسټ په ۲۹مه د امريکايي ځواکونو له لوري د شوي هوايي بريد له کبله چې په ترڅ کې يې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکيان ووژل شول، هېڅ امريکايي سرتېری مجازات نه شي.

پنټاګون ويلي، دا پرېکړه له دې کبله شوې چې ياد بريد له جنګي قوانينو سرغړونه نه ده. پنټاګونه پر ملکي وګړو د دغه بريد توجيه کولو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

د پنټاګون وياند جان کربي پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) رسنيو ته ويلي، چې د دفاع وزير لوېډ اسټين له خپلو جنرالانو په دې اړه د وړانديز غوښتنه کړې وه او ورته د وړانديز له رسېدو سره سم نوموړي هم منلی دی.

له دې وړاندې د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی و چې د کابل د ياد بريد له امله قرباني کورنيو ته خون بها ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...