Home » افغانستان » سپین بولدک ته د وروستۍ نښتې د څېړلو لپاره پلاوی واستول شو
رویداد خبري آژانس
د افغانستان-پاکستان ترمنځ سیمه کې د چمن-سپین بولدک دروازه

سپین بولدک ته د وروستۍ نښتې د څېړلو لپاره پلاوی واستول شو

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍ نښتې په اړه د څېړنې لپاره یو لوړپوړی  پلاوی کندهار ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون یکشنبه د زمري ۱۲  په یو بیان کې وویل چې پلاوی به له سیمه‌ییزو چارواکو سره تر لیدنې وروسته سپین بولدک ته ولاړ شي او د هغې نښتې په اړه به څېړنې پیل کړي چې له اختر یوه ورځ مخکې وشوه. په خبرپاڼه کې د دې نښتې د پیل پړه پر پاکستاني پوځیانو اچول شوې.

د خبرپاڼې له مخې په پلاوي کې د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او د ملي امنیت او یو شمېر نورو ادارو استازي شامل دي.

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌یې کوله. په دې نښته کې د افغان چارواکو په وینا ۱۶ ملکي افغانان مړه او ۸۰ نور ټپیان شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...