د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په افغانستان کې وروستيو تحوولاتو ته په اشارې سره ويلي، هېواد يې له هېڅ کوم لوري سره په يادو تحوولاتو کې مرسته او همکاري نه ده کړې.
نوموړي په افغانستان کې روان وضعيت ته په پام له بيبيسي انګليسي سره په تازه خبرو کې، د افغانستان په اړه د امريکا پر ستراتيژۍ نيوکه کړې او له دې کبله يې ناکامه بللې، چې اوسنی وضعيت يې محصول دی.
معيد يوسف زياته کړې، پاکستان د افغانستان په قضيه کې تل ټينګار درلود چې له سياسي مذاکراتو پرته له نظامي لارې د افغانستان قضيه نه شي حلېدای، خو په خبره يې هېچا د پاکستان دې خبرې ته غوږ نه اېښوده.
نوموړي ويلي، که څه هم پاکستان پر مذاکراتو ټينګار درلود خو بيا هم ورته د ګرمې ګوتې نيول کېږي چې دا کار له انصاف لرې عمل دی.
يوسف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته د پاکستان امنيت ته څه پېښېدای شي؟ ويلي، دا احتمال د سيمې لپاره د امريکا او نړۍ پر نوې پاليسۍ پورې تړلی دی.
په تېر او اوس دواړو حالتونو کې د افغانستان جګړې او د طالبانو تر رهبرۍ لاندې حکومت کې پر پاکستان د لاسوهنې تور دی او په عام ګومان دا هېواد نه غواړي چې افغانستان د يوه بقا لرونکي نظام څښتن شي.