Home » افغانستان » کړکېچ نړيواله ډله: که له افغانستان سره مرسته ونه شي، سږ ژمی به يو مېليون خلک په کې له يخنۍ مړه شي

کړکېچ نړيواله ډله: که له افغانستان سره مرسته ونه شي، سږ ژمی به يو مېليون خلک په کې له يخنۍ مړه شي

د کړکېچ نړيواله ډله د يوې ترسره کړې څېړنې د پايلو پر بنسټ وايي، که له افغانستان سره اړينې مرستې او همکارۍ ونه شي نو د دې امکان شته چې د سږني ژمي پرمهال د يخنۍ په ترڅ کې يو ميليونه افغانان ژوند وبايلي.

دې ادارې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې پر افغانستان وضعه شوي بنديزونه لرې کړي، څو په خبره يې په ياد هېواد کې د خلکو د لوږې مخنيوی وشي.

د کړکېچ نړيوالې ډلې د نه همکارۍ په صورت کې د احتمالي مړينې اټکل د وژل شويو کسانو له هغه شمېر سره يو برابر ښودلی، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې وژل شوي دي.

دې اداې له نړيوالو دا هم غوښتي چې له افغانستان سره پرته له دې چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسميت وپېژني، بشري او نوري اړينې مرستې پيل او جاري وساتي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...