د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی چې د سږني ژمي پرمهال په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ زېږديز کال ترسره کېدونکو المپيک سياليو لپاره کوم رسمي او يا هم سياسي پلاوی نه ورلېږي.
دغه اعلان پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۱۵مه) ناوخته د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکې کړی او په دې اړه يې خبريالانو ته ويلي، امريکا دغه پرېکړه د چين حکومت له لوري په سينګيانګ کې له اېغور مسلمانانو سره د زور زياتي د دوام له امله کړې ده.
نوموړې زياته کړې چې د بايډن ادارې دا پرېکړه په يادو لوبو کې د امريکايي لوبغاړو پر حضور چې د امريکا د دولت بشپړ له ملاتړ برخمند دي، اغېز نه کوي؛ خو په خبره يې دا کار چين ته د يو ډول سياسي پيغام ورکولو په مانا دی.
خو په واشنګټن کې د چين سفارت بيا د ولسمشر بايډن ادارې دا پرېکړه مکارانه عمل او سياسي لاسوهنه بللې ده. دې سفارت روېټرز خبري اژانس ته په يوه لېږلې اعلاميه کې ويلي، د المپيک په مراسم کې د ګډون په موخه امريکايي سياستوالو ته هېڅ بلنه نه ده ورکړل شوې او په خبره يې دغه سياسي بايکاټ بيا له کومه کېدای شي؟
ټاکل شوې د ۲۰۲۲ زېږديز کال د المپيک ژمنۍ سيالۍ د راتلونکې فيبروري په ۴مه په بېجينګ کې پيل شي.