Home » سپورټ » د هندوستان حکومت کرکټ بورد ته يې دIPL ترسره کېدو اجازه ورکړه
رویداد خبري آژانس

د هندوستان حکومت کرکټ بورد ته يې دIPL ترسره کېدو اجازه ورکړه

د هندوستان  حکومت د هند   کرکټ بورډ ته اجازه ورکړه چې د سږکال اى پي ايل سيالۍ دې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، تېره ورځ د هند تجارتي ليګ د بورډ غړو ناسته وکړه او د اى پي ايل په تړاو وروستۍ پرېکړې يې وکړې. همدا راز د هند حکومت هم دغه ليګ ته اجازه ورکړه چې په متحده عربي اماراتو کې دې ترسره شي.

اى پي ايل به د سپتمبر په ١٩مه نېټه پيل شي او پايلوبه به يې د نومبر په ١٠مه نېټه ترسره کېږي.

د اى پي ايل ټولې لوبډلې به د ٢٦ اګست نه وروسته متحده عربي اماراتو ته ځي او هره لوبډله به ٢٤ لوبغاړي له ځان سره ساتي. که چېرته کوم لوبغاړى له کورونا ويروس څخه ناروغ شي، تر څو له لوبډلو سره نور لوبغاړي وي.

په دغه ناسته کې دا پرېکړه هم وشوه، چې لوبغالو ته به تماشچيان نه پرېښودل کېږي، خو حالاتو ته په کتلو سره په دې پرېکړه کې بدلون هم راتللى شي.

د احتياطي لارښوونو د عملي کولو او د روغتيايي کتنو لپاره به تکړه ډاکټران هر وخت موجود وي.

د اى پي ايل سپانسر چينايي شرکت VIVO دى او ټول هغه سپانسر چې له مخکې څخه ورسره قراردادونه شوي و، په خپل ځاى دي.

همدا راز په دغه ناسته کې دا پرېکړه هم شوې ده، چې د وومن ټي ټوينټي چېلنج سيالۍ به هم په متحده عربي اماراتو کې د نومبر له لومړۍ تر ١٠مې نېټې پورې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې اى پي ايل د مارچ په ٢٩مه نېټه پيلېدونکى و، خو د کورونا له امله د هند کرکټ بورډ تر نامعلومې نېټې پورې ځنډولى و. خو په وروستيو کې د اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام لغوه کېدو سره اى پي ايل ته وخت پېدا شو، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړاى شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ نن دوهمه یو ورځنۍ سیالي ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان ...