Home » افغانستان » هالنډ: بېلاروس د افغان کډوالو په وسيله د اروپا پر پولو د فشار راوړلو هڅه کوي

هالنډ: بېلاروس د افغان کډوالو په وسيله د اروپا پر پولو د فشار راوړلو هڅه کوي

د هالنډ لومړي وزير توش موراويسکي يو ځل بيا پر بېلاروس تور پورې کړی چې غواړي پر اروپا او په ځانګړې توګه پر هالنډ د فشار زياتولو په موخه له کډوالو د وسيلې په توګه استفاده وکړي.

نوموړي پرون په لېتوانيا کې د دغه هېواد له لومړي وزير انګريډا سيمونيته سره د لېدنې پرمهال وويل، بېلاروس دامهال افغان او ازبېک کډوال پر اروپا د فشار راوړلو وسيلې په توګه کاروي.

موراويسکي زياته کړې چې په افغانستان کې د موجوده وضعيت له امله رامنځته شوې کډوالي د هالنډ لپاره سخته ده؛ ځکه په خبره يې له دې کډوالۍ د فشار په توګه استفاده کېږي.

د بېلاروس ولسمشر الېکسانډر لوکاشينکا تېره اوونۍ ومنله چې سرتېرو يې له کډوالو سره مرسته کړې څو د بېلاروس له پولې په تېرېدو سره پولنډ ته ور واوړي، خو دا يې رد کړې وه چې ګواکې په لوی لای کډوال خپل هېواد ته وربولي او اروپا ته د اړولو ژمنه ورسره کوي. په دې وروستيو د بېلاروس او پولنډ ترمنځ

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...