په يمن کې فعالې هوثي وسلهوالې ډلې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د (لړم په ۲۹مه) يې د بېپېلوټه الوتکو پر مټ د سعودي عربستان پلازمېنې رياض په ګډون پر څو ښارونو ۱۳ راکېټونه ويشتلي دي.
د دې ډلې وياند يحی ساري پرون د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل، دغه برېدونه يې په يمن کې د سعودي په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو له لوري د يادې ډلې پر خلاف وروستيو عملياتو په غبرګون کې کړي دي.
نوموړي ويلي چې د بېپېلوټه الوتکې دا بريدونه يې په پلازمېنه رياض، جده، ابه، جېزان او نجران ښارونو کې کړې دي. يحی ادعا کړې چې په جده کې يې د ارام کو نفتو کمپنۍ چاڼخونې هم په نښه کړي ده.
خو سعودي رسنيو بيا د چارواکو په حواله ويلي چې د هوثي وسلهوالو مالومات ناقص دي او په دې اړه د يادې ډلې له لوري ښوول شوي موقعيتونه ناسم دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ په يمن کې پر جګړه بوخت نظامي اېتلاف تر اوسه د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې خبر ورکړی و چې په يمن کې يې د يو لړ عملياتو پرمهال يې د هوثي وسلهوالو ۱۳ مرکزونه په نښه کړي دي.