Home » سیمه او نړی » هند کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰ تنه مړه او ورک شوي

هند کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰ تنه مړه او ورک شوي

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي اندرا پردېش ايالت کې د زياتو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې ځاني زيان هم اړولی دی.

د راپورونو له مخې د تېر جمعې په ورځ په ياد ايالت  کې دوه بسونه چې سوارلۍ په کې وې، سېلاب وړي او سيمې ته د ژغورنې عملې له رسېدو او پلټنو وروسته، د يوشمېر کسانو مړي له اوبو را ويستل شوي خو ۱۸ تنه نور لا هم بې درکه دي.

په راپورونو کې د چارواکو په حواله ويل شوي، سيمې ته مرستندوی ټيمونه لېږل شوي دي او له زيانمنو کورنيو سره د مرستې ترڅنګ د هغو کسانو د بيا موندنې په موخه هم هڅې روانې دي، چې سېلابونو وړي او بې درکه دي.

يوه مياشت وړاندې د هند په کرېلا ايالت کې هم د اورښتونو په ترڅ کې سېلابونه راوتلي او د يادو سېلابونو له امله ۴۲ تنه مړه شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...